غوږ شئ چې مږيان څه وايي

امين وردګ

که په لاره کې له مږيانو و پوښتو چې څو پوښتنې لرو ؟خامخا به راته ووايي چې : {زموږ مشر او پاچا ته ورشئ، دا زموږ کار نه دى }

که يې مشر ته ورشو نو هغه به د غار خولې ته راشي، په ډېر ادب  او احترام به زموږ هرکلى وکړي !

که ورته ووايو چې څو ښتنې لرو ؟

خامخا راته وايي چې : ((يوازې ستاسو پاچا، يا مو  مشر له ما سره خبرې کولاى شي، نه تاسو))

فرض کړه له موږ نه به يو د پاچاهۍ ادعا هم وکړي ؛ نو خامخا به راته ووايي چې : {دروغ به نه واياست !}

موږ به (ښه) ورته ووايو او پوښتنې به مطرح کړو؛ زموږ پاچا : تاسو ولې استراحت نه کوئ ؟

د مږيانو پاچا : فرصت سرمایه ده او د وخت ضايع کول زیان.

– تاسو ولې ټول يو ځاى کار ته وزئ ؟

– ځکه چې موږ غواړو کار مو کامياب سرته ورسيږي.

– تاسو ولې له مرګ څخه نه وېرېږئ ؟

– له کوم شي نه چې خلاصون نه وي ؛ نو وېره کول ترېنه بل مرګ دى !

– تاسو ولې ټول پر يوه ټاکلي مسير تګ راتګ کوئ؟ حال دا چې لاره به لويه او سوروره هم وي؟

– ځکه چې سره ورک نه کړو ، مطمئن لاړشو او حرکت مو کوند نشي.

– تاسو ولې په ګډه کار کوئ؟ مشر ، کشر او حتى آمر مامور مو هم يو ډول وزنونه لېږدوي ؟

– ځکه چې بيا نفاق منځته راځي ، مينه ختميږي ، ګيلې ډيريږي ، وخت ضائع کيږي او الله هم خفه کيږي.

– ستاسو د عسکر او قومندان ترمنځ کوم خاص توپير نه تر سترګو کيږي! چې دا ولې؟

– ځکه چې موږ دنيا ته راغلي بې توپیره يو او چې کوم وخت له دنيا ځو هم بې توپیره ځو، نو ځکه خو دا موقت توپير پرته له نادانۍ بل څه نشي کېداى.

– ستاسو افراد ډېر په سرعت او تېزۍ سره کار کوي، چې دا ولې ؟

– ځکه چې بايد يو له بل نه شاته پاتې نشو او دا کار بې همتي او ناکامي ده.

– تاسو د کار په وخت کې (چې يو له بل سره مخامخ کيږۍ نو) يو څه سره واياست ؟

– موږ په هر وار يو بل ته سلام اچوو او پوښتنې سره کوو؛ ځکه چې پدې کار شيطان ته ډېره غوسه ورځي او بيا زموږ له تيت پاشان کولو لاس اخلي.

– تاسو چې کوم وخت له کومې وچې او وړوکې ويالې تېرېږئ نو د پل پرځاى له خپلو ملګرو کار اخلئ او د هغوی پر سرونو خېژئ ؛ نو ايا دا ظلم نه دى ؟

– تاسو په هغه وخت کې زموږ ملګري وګورئ! په خپلو خوښو او ډېر په سرعت سره ځانونه کندو ته اچوي ، حتى پدې وخت کې يو بل ټېله کوي هم، ترڅو د ملګري پرځاى خپل ځان خطر ته ورکړي؛ نو دا کار هغوی په خوښه کوي او دا زموږ یوه خصیصه فداکاري ده، چې په تاسو کې نشته، ځکه خو یې په خوند او اعجاز هم نه پوهېږئ..

– آيا تاسو په خپل منځ کې جګړې سره کوئ ؟

– اوهو …! د ځانونو د ناکامۍ د پاره خو عاقلان هېڅکله هم په خپله خوښه توکي نه برابروي ؛ بدترينه لاره همدا ده اوموږ پر داسې غلطو لارو هېڅکله هم نه ځو؛ چې هغه تر خپل منځ جګړې دي.

– تاسو کله ناکله تر ځانونو څو برابره لويې او قوي حشرې (لکه تور غمبس ، لړم ، غونډل او حتی ماران) هم له منځه وړئ ؟

– که تاسو هم زموږ په توګه لاسونه سره ورکړئ، اتحاد ټينګ او نفاق ته شا کړئ؛ نو  تر موږ به څو برابره قوي شئ! ځکه چې تاسو انسانان او اشرف د مخلوقاتو يئ.

زموږ پاچا : د موفقيت آسانه او لنډه لاره راته وښيه ؟

د مږيانو پاچا : اتفاق ټينګ کړئ او پر هغه لاره ځئ چې الله درته ټاکلې ده ؛ نو له هر قسم آفاتو او بلياتو به په امن کې شئ  ان شاءالله.

مربوطه مطالب

Back to top button