کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر “شیر محمد عباس ستانکزي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې هېڅ کوم نظام په افراط او تفریط نه چلېږي او که د رهبر امر د شریعت خلاف وي باید ونه منل شي.
ښاغلی ستانکزی چې د “اسلامي امارت” طالبانو په لیکو کې په یوه مینځ لارې چارواکي پېژندل کېږي او تر دې وړاندې یې هم د ښځو د زده کړو په ګډون په ګډون د اسلامي امارت د رهبرۍ ځینې پرېکړې ننګولې دي داسې ښکاري چې دغه څرګندونې یې هم د طالب رهبرۍ له خوا د ښځو د زده کړو او کار په اړه وروستیو پرېکړو ته په غبرګون کې کړې دي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې “هر انسان ازادي لري، که امیران د ده ” په خبره” د شریعت خلاف وي د هغوی د پرېکړو منل بیا واجب نه دي او کولی شي ویې نه مني.”
د ښاغلي ستانکزی په خبره “حکومت او حکومتداري او نظام په افراط او تفریط نه چلېږي، د افغان ملت د امید سترګې مونږ ته دي دا ملت و چې موږ یې د بریا تر منزله ورسولو اوس حق لري چې دا ملت مونږ په پښو ودروو.
د ویلو ده چې ښاغلي ستانکزی دغه راز په خپلو خبرو کې افغانانو ته په خطاب کې ویلي چې دا د هر مسلمان دنده ده چې د مشرانو پام خپلو تېروتنو ته را واړوي.