کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
د امریکا په جنوب لویدیځو ایالتونو کې چارواکي وایي د سړې هوا او تېز توپان له امله نهه تنه وژل شوي دي. چارواکو ویلي چې د توپان له وجې ګڼ شمېر کورونه ړنګ شوي او د زرګونو کورنیو لپاره برېښنا هم پرې شوې ده. سیمه ییزو چارواکو ویلي چې ښایي د وژل شویو او ټپي شویو کسانو شمېر تر دې هم لوړ شي ځکه چې یو شمېر سیمو ته لا هم د ژغورنې او لټون عمله نه ده رسېدلې. د امریکا د هوا پیژندنې ملي ادارې ویلي چې د جورجیا او الاباما په ایالت کې په توپان کې د باد چټکوالی په ساعت کې ۲۱۴ کیلو مټره وه او خلکو ته یې ډیر مالي او ځاني زیانونه رسولي دي. مسوولینو ویلي چې یوازې اووه تنه په همدې ایالت کې وژل شوي او د ژغورنې او لټون عمله لا هم د وژل شویو او ټپي شویو کسانو پسې ګرځي.

















