کورنیو چارو وزارت وايي، ۳۷ تنه د غلاو، غير قانوني ښکار او نورو جرمونو په تور نيول شوي

کورنیو چارو وزارت وايي، ۳۷ تنه د غلاو، غير قانوني ښکار او نورو جرمونو په تور نيول شوي
کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په بېلابېلو ولايتونو کې يې غلاو، غير قانوني ښکار او نورو جرايمو په تور ۳۷ تنه نيولي دي.
کورنيو چارو وزارت په يوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي ، چې په کابل، بلخ، پروان او تخار ولايتونو کې ۲۷ تنه د غلاو، غير قانوني ښکار، او اخلاقي فساد په تور نیول شوي دي.
خبر پاڼه زياتوي، له دې جملی څخه اووه تنه حرفوي غله په کابل، ۴ تنه غله په پروان، يو تن غل په فراه او ۴ تنه په بلخ ولايت کې د غير قانوني ښکار په تور نيول شوي دي.
دغه راز کورنيو چارو وزارت په يوه جلا ټويټ کې ليکلي، چې ۱۰ تنه دخلکو د تېرايستو، غلا او دولتي وسلو او موټرو د ناقانونه ساتلو په تړاو په هرات، خوست او بغلان کې نيول شوي زياتوي ۲ تنه غله او يو بل تن ۳۵۰ زره ډالرو د تېرايستو په تړاو په هرات، ۶ تنه په خوست کې د بیت المان د وسلو او موټرو ناقانونه ګرځولو او يو بل تن په بغلان کې د غلا په تړاو نيول شوی دی.



