پېښور ښار ته نږدې وسله وال بريد کې ۳ پوليس افسران وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې ، پېښور ښار ته نږدې پر يوې تاڼې وسله وال برید کې ۳ پوليس افسران وژل شوي دي.
چارواکي وايي، دا بريد د بډه بيرې پر تهاڼه شوی چې په ترڅ کې يې د بډه بيرې سيمې ډي اس پي سردار حسين او دوه تنه نور پوليس افسران وژل شوي دي.
پوليس چارواکی عباسي وايي، لومړی وسله والو په سربند سيمه کې د پوليسو پر چک پوسټ بريد وکړ چې وروسته ياد پوليس افسران د وسله والو په تعقيب ووتل خو په لاره کې تر بريد لاندې راغلي او وژل شوي دي.
د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي د شنبې په ورځ جنوري ۱۴ د پولیسو پر پوستې د بريد او د پولیس افسرانو د وژلو مسولیت پر غاړه واخیست.
د يادونې ده چې تحريک طالبان پاکستان د جمعې په ورځ هم په پنجاب ایالت کې پر یوې پوستې د برید مسولیت منلی و چې پکې ۲ افسران وژل شوي و.



