د پیښور د سترې محکمې د مدافع وکيلانو پخوانی مشر او سياستوال لطیف افريدي په محکمه کې په ډزو وژل شوی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
راپورنو له مخې د پاکستان د خیبرپښتونخوا سيمې مشهور سياستوال او د سترې محکمې د وکيلانو ټولنې پخوانی مشر عبداللطیف افریدی په پېښور کې په یو وسله وال برید کې وژل شوی دی.
پاکستاني رسنۍ وايي، لطيف افريدي نن د خيبر پښتونخوا ايالت د پېښور ايالاتي محکمه کې په ډزو وژل شوى دى.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف نن دوشنبه جنورۍ ۱۶ (لېندۍ ۲۶) پر خپل ټویټر پاڼه د هغه د مرګ خبر تائید کړی، خواشیني یې څرګنده کړې او د هغه له کورنۍ سره یې غمرازي کړې ده.
د لطيف افريدي قاتل د پوليسو له لوري نيول شوی خو تر اوسه د نوموړي د وژنې لامل نه دی په ډاګه شوی.



