سپين کوچی
سکڼی،سکڼی ماښام وي او سیلۍ نرۍ،نرۍ
راځي له کومې خوا د چا سلګۍ نرۍ،نرۍ
یو خور ته چې وریاد د شهید ورور شي کوم ارمان
له درده په ملا ماته شي نرۍ،نرۍ،نرۍ
یو څوک ده هېروي یوڅوک، خو نه ترېنه هېریږي
لا هم ده ورپسې په زړه سورۍ نرۍ،نرۍ
چې لاره کې ماښام شي او نری،نری باران
او شي ورسره ستا د یاد ږلۍ نرۍ،نرۍ
په دې به هم د تورو شپو لار ورکو ویل : شکر
چې ورېځو کې ښکاره به شوه سپوږمۍ نرۍ،نرۍ
چې مور نه به مې عفوه د کوم جرم غوښته بېرته
کوې به مې په خوند ورته زارۍ نرۍ،نرۍ
غمو ته چې ورغاړه په خندا شي سپینه یاره!
نړۍ شي درته سترګو کې مُسکۍ نرۍ،نرۍ