د لوړو زدکړو وزارت پلاوی او د يوه قطري بنسټ مشر استاد سلطان برکات ترمنځ د نجونو پر لوړو زده کړو خبرې کړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې ، د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت پلاوی او د يوه قطري بنسټ مشر استاد سلطان برکات د نجونو پر لوړو زده کړو خبرې کړي دي.
په عين حال کې د قطري بنسټ مشر او ددغه هېواد د حمد بن خلیفه پوهنتون د عامه سیاسي علومو استاد سلطان برکات پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د ا.ا له ورغلي پلاوي سره یې د لوړو زدکړو په اړه خبرې او بحث کړی دی.
ښاغلي سلطان برکات د پلاوي سره د ناستې يو انځور هم خپور کړی دی.
د افغانستان سرپرست حکومت څه موده وړاندې پوهنتونو ته د نجونو پر تګ تر دویم امر پورې بندیز لګولی دی.
تېره اوونۍ هم د افغانستان اسلامي امارت وياند ذ.مجاهد ويلي و، چې دا پرېکړه مؤقتي ده او ددې ستونزې د هواري لپاره هڅې روانې دي.



