اوکراین سره پر پوله د روسیې د وسلو په یوه زیرمه کې چاودنې شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې په روسیه کې د اوکراین سره پر پوله د وسلو او مهماتو په یوې زیرمه کې درنه چاودنه شوې.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې دغه چاودنه د روسیې په
“بلګرارد” ښار کې چې له اوکراین سره پر پوله پروت دی د وسلو په زېرمه کې رامنځته شوې ده.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي چې له ډلې یې د ځینو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

په ورته مهال د روسیې دفاع وزارت اوکراین تورن کړی، چې په یاده چاودنه کې لاس لري او د غچ اخیستلو خبرداری یې ورکړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button