کابل ټکی کام ۲۳سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
دا څو ورځې پرلپسې په یو شمېر ولایتونو کې طالبانو له امنیتي ځواکونو څخه ګڼې سیمې ونیولې، او دا لړۍ لا هم دوام لري چې له کبله یې په یو شمېر ولایتونو کې امنیت ته ځکه سخته ضربه ور کړې ده، چې د خپلو ناکامیو په بدله کې افغان سرتیري کلي په نښه کوي او عام خلک وژني، چې اکثره کارپوهان یې له سختې اندېښنې سره مخ کړي دي.
اوسمهال د ولسي جرګې د پوځي چارو د کمیسون یوه غړي ښاغلي علي اکبر قاسمي له سپوټنیک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې «زمونږ بین المللي دوستان ژمنې کوي چې ترورېزم به له منځه یوسو، او په خلاف به یې مبارزه وکړو، خو نه یوازې چې دوی ترورېزم له منځه یوسي، ورځ تر بلې هغوی قوي کیږي.»
ده همدا شان وویل چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ په جګړه کې زیاته وژنه زمونږ افسرانو ته وي.
د یادولو ده چې په دا وروستیو کې یو شمېر امریکایي چارواکو د افغانستان د حالاتو په اړه اندېښنې وښوولې، او له افغان دولت سره یې د مرستو ژمنه وکړه.
















