کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
له اوکراین وروستي رارسیدلي راپورونه وایي، چې د یاد هېواد د کورنیو چارو د وزیر ” موناستیرکي” په ګډون ۱۷ لوړ پوړي چارواکي د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې وژل شوي دي.
دغه چورلکه نن سهار پلازمینې کییف ته نږدې “برووری” سیمه کې د هلکانو په یوه ښوونځي کې راغورځېدلې چې د ۱۵ ماشومانو په ګډون په کې ۲۵ تنه نور کسان ټپیان شوي هم دي.
که څه هم تر اوسه د یادې چورلکې د غورځېدلو د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو ځینو اوکرایني سرچینو “العربیه” تلویزیوني شبکې ته ویلي چې ښایي یاده چورلکه د روسیې له خوا په نښه شوي وي.
د ویلو ده له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل پیل کړی او که دې پېښه کې یې لاس درلودل ثابت شي نو دا به لومړی ځل وي چې په یاده جګړه کې د اوکراین دومره ډېر لوړ پوړي چارواکي وژل کېږي.

















