کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د کورنيو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدين حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولني د پلاوي له رئیس رافيلايوديچه سره کتلي دي.
د کورنيو چارو وزارت له لوري په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه تعرفي غونډه کې سرپرست وزیر د اروپايي ټولني د پلاوي له پخواني ماموریت نه مننه کړې، چې د بشري مرستو په لړ کې يې له افغانستان سره خپلي همکارۍ ترسره کړي دي.
ښاغلي حقاني هيله ښودلې، چې ياده ټولنه د تېر په څېر له افغانانو سره په سختو شرائطو کې خپلي بشري مرستي دوامداره وساتي او په ځانګړې توګه د معتادينو د صحت له روان کمپاين سره همکاري وکړي.
په ياده غونډه کې، آغلې رافيلايوديچه د کورنيو چارو له سرپرست وزیر نه مننه کړې چې د امنيت په تأمين کې يې د پام وړ هڅې کړي دي او د نړيوالو بشري مرستو کارمندانو ته يې لاره هواره کړې ده چې د بشري بحران سره مبارزه وکړي.

















