کابل ټکی کام (جمعه، ۳۰ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
د پاکستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر “بلاول بوټو زرداري” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، دوی لیواله نه دی چې له خپلو پولو بهر پوځي عملیات ترسره او خپل وسله وال مخالفین په نښه کړي.
نوموړي دغه څرګندونې د سویس په داووس ښار کې د اقتصادي غونډې په څنډه کې د ترکیې له “انادولو خبرو کې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د “ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په پاکستاني ځواکونو د دوسله والو بریدونو کې کې زیاتوالی راغلی دی.
باید وویل شي چې پاکستان وایي دغه بریدونه د افغانستان په خاوره کې د دوی په ضد تنظیمیږي؛ خو د اسلامي امارت په رهبرۍ افغان سرپرست حکومت دغه تورونه رد کړي دي او بیا بیا یې ډاډ ورکړی دی، چې هېڅ کومې ډلې ته به اجازه ور نکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.


















