پنجشنبه, فبروري 2, 2023
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د افغانستان ۲۰ کلن اشغال کې د پاک- افغان ملتونو ترمنځ اچول شوي نفرتونه به څنګه له منځه وړل کېږي

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جنوري 20, 2023
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
8
ځلې شریک شوی
102
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

م. احمد الهام

کله چې ۴۳ کاله مخکې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د ځمکې او هوا له لارې پر افغانستان یرغل وکړ چې له امله یې میلیونه افغانان د هیواد پرېښودلو ته اړ شول او ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران ته مهاجر شول خو پاکستان ته د ورغلو افغانانو شمېر میلیونونو ته رسیده ځکه پاکستاني ولس سره یې مذهبي او کلتورې اړېکې تر ایران ډیرې وې.

دا هم ولولئ

افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

ټليفون څنګه استعمال کړو؟

افغان حکومت د پېښور په یو جومات کې پرونی برید په کلکو ټکو وغانده

له مشرانو مو اوریدلې و، چې د پاکستان مسلمان ولس او حکومت یې د شوروي اتحاد ځواکونو او افغان کمونستانو له ظلمونو تښتیدلو افغانانو ته خپله غیږه خلاصه کړه ان پاکستاني ولس د خپلو کورونو سامانونه هم ورسره بیل کړل ترڅو د افغان مهاجرینو اړتیاوې پرې پوره شي.

پاکستاني حکومت چې هغه مهال یې مشري د پوځ سرلښکر “شهید جنرال ضیاءالحق” کوله په نړیوال سټیج د افغان مهاجرینو او مجاهدینو لپاره د مرستو د راغونډولو هڅې پیل کړې چې له امله یې د نړیوالو توجه افغانستان ته راجلب شوه چې ورسره مهاجرینو سره مالي کومکونه او مجاهدینو سره نظامي مرستې پیل شوې چې ورسره د مهاجرینو اقتصاد غښتلی او په نظامي ډګر کې هم افغان مجاهدین د شوروي یرغلګرو لښکرو او افغان کمونیستي ملیشو پر وړاندې برلاسي شول.

په پای کې روسانو په افغانستان کې ماته وخوړه، لاسپوڅي حکومت یې هم د مجاهدینو د تندریزو بریدونو تاب را نه وړ او نسکور شو؛ خو متأسفانه د مجاهدینو مشران د یو واحد اسلامي نظامي په راوستلو بریالي نه شول او په خپل مینځ کې یې د قدرت پر سر جګړې پیل کړې چې له امله یې د کابل په ګډون د افغانستان ډیر ښارونه ویجاړ شول او زرګونه افغانان ووژل شول.

افغان ولس د یو داسې چا راتګ ته سترګې پر لاره و چې له دې ناوړه برخلیک یې وژغوري چې الله تعالی ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ته الهام وکړ او د ولس له مینځه یې د شر او فساد د له منځه وړلو په موخه د یو حرکت بنسټ کیښود چې ډېر ژر په نړیوالو رسنیو کې د ” طالبانو د اسلامي تحریک” په نوم وپېژندل شو یو پر بل پسې یې د ښارونو په نیولو پیل وکړ ترڅو کابل ته را ورسیدل او د واک واګې یې تر ګوتو کړې او د مجاهدینو هغه ګوته په شمېر مشران چې نومونه یادول یې مناسب نه ګڼم او د دوی اړوندې خونخوارې ملیشې تر کولابه وځغلولې، افغانستان یې له تجزیې وژغوره او د یو واحد اسلامي نظام په جوړولو بریالي شول چې نوم یې “اسلامي امارت” شو.

بیا هم له ټولو وړاندې پاکستان و چې د طالبانو لومړی حکومت یې په رسمیت وپيژانده چې ورپسې ځینو نورو هیوادونو هم ورته اقدام وکړ.

خو کله چې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر په ۱۱ مه امریکا کې په یوه سوداګریز مرکز او ځینو نورو ودانیو القاعدې پورې تړلو مشکوکو وسله والو الوتکې وتښتولې او یاد مرکزونه یې په نښه کړل چې نیږدې ۳ زره امریکایان پکې ووژل شول نو امریکایې مخامخ پړه په القاعده واچوله او د امریکا د هغه مهال ولسمشر “بوش” د صلیبي جګړې په اعلانولو سره پر افغانستان برید وکړ دا نو داسې وخت و چې پاکستان کې جنرال مشرف واکمن و، چې امریکا ته یې د اډو په ورکولو سره د پاکستان حیثیت ته ستره ضربه ورسوله خو د پاکستان مسلمان ولس د تل په څېر بیا هم د افغانانو ترڅنګ ودریده، د لاریونونو په کولو سره یې د جنرال مشرف پرېکړه وننګوله او افغان طالبانو او ولس ته یې بیخې ډېرې چاندې راټولې کړې ان پاکستانیو میرمنو خپل زیورات چې طبعي خبره ده ښځو ته ډېر ګران وي افغان طالبانو ته په تحفه کې راولیږلې ترڅو خرڅې یې کړي، وسلې پرې واخلي او د امریکا په مقابل کې پرې وجنګیږي چې افغانان به کله هم د پاکستاني مسلمان ولس دا احسان هیر نه کړي انسان تر خپلې وسې پړ ده او دا به د دوی خوارانو وس و.
او تر هغه وروسته د یاد هیواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان او ګڼو نورو سیاستوالو په خبره تاریخ به کله هم د مشرف دا خیانت هیر نه کړي او دوی به د بیا لپاره کله هم چاته اجازه ور نکړي چې د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد وکاروي.
تېر په هېر اوس به د اصلي مطلب په پیل سره مقاله راغونډه کړو.

کله چې د امریکا په مشرۍ صلیبي ائتلاف پر افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو لومړۍ واکمني یې نسکوره کړه حامد کرزی او د طالبانو نور مخالف مشران واک ته ورسیدل ور پسې اشرف غني واک تر ګوتو کړ نو په دې ټوله شل کلنه دوره کې په حکومتي او غیر حکومتي کچه دوامدارې هڅې وشوې چې د افغان او پاکستان مسلمانو ملتونو ترمنځ نفرتونه ایجاد کړي د هغو ملتونو ترمنځ چې د خولې ګوله یې هم سره شریکه وه چې تر ډیره په خپلو دغو شومو هڅو کې بریالي هم شول.
اوس چې په افغانستان کې اشغال پای ته رسیدلی ده، نوی تحول راغلی او یوځل بیا اسلامي امارت واک ته رسیدلی ده پاکستان کې هم بدلون راغلی دی. باید هم د حکومتونو په کچه هڅې وشي چې ترمنځ مو راغلې فاصلې ختمې شي او بل دا چې اوس د شوشل مډیا زمانه ده هر افغاني او پاکستاني شوشل ورکر باید اتحاد او اتفاق ته کار وکړي ان شاءالله مثبتې نتیجې به ولري.
د پاک- افغان دوستي د تلپاتې دوام په هیله….

یادونه: کابل ټکی کام هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر دی د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

لوی ټکي: افغانستانپاکستاننفرتونه ختمولولسونه
مخکینې مطلب

د صلاحیتونو لایحه د نظام ډېری ستونزې له منځه وړلی شي

بل مطلب

پاکستان: کله به هم په افغانستان دننه پوځي عملیات ونه کړو

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2023
مقالې

ټليفون څنګه استعمال کړو؟

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
خبرونه

افغان حکومت د پېښور په یو جومات کې پرونی برید په کلکو ټکو وغانده

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 31, 2023
خبرونه

اسلام اباد؛ افغان سفارت پېښور کې پر جومات بريد په کلکو ټکو غندلی

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 30, 2023
خبرونه

پاکستان او روسیې افغانستان کې د تلپاتې امنیت پر اړټیا ټینګار وکړ

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 30, 2023

وروستي

پاکستان: پولیسو د ‘عوامي مسلم لیګ’ ګوند مشر شیخ رشید احمد نیولی

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 2, 2023
0

حیرتان بندر کې انتقالات د لنډ وخت لپاره معطل شوي

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 2, 2023
0

افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2023
0

ټليفون څنګه استعمال کړو؟

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

د یوه شیعي او یهودي نادره کیسه

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

روڼتیا نړیوال سازمان: د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

انسان د خولې شاته دی!

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

شاید سبا یو بل پول ( پول سوخته) شي

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 31, 2023
0

امریکایي جنرال: ممکن په ۲۰۲۵ کې د امریکا او چین ترمنځ جګړه وشي

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 31, 2023
0

برېښنايي پېژندپاڼو کې د ولسوالۍ نوم او د اعتبار د ختمېدو نېټه زيات شول

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 31, 2023
0

ډیر کتل شوي

  • روڼتیا نړیوال سازمان: د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د یوه شیعي او یهودي نادره کیسه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پاکستان: پولیسو د ‘عوامي مسلم لیګ’ ګوند مشر شیخ رشید احمد نیولی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • شاید سبا یو بل پول ( پول سوخته) شي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پاکستان: پولیسو د ‘عوامي مسلم لیګ’ ګوند مشر شیخ رشید احمد نیولی

حیرتان بندر کې انتقالات د لنډ وخت لپاره معطل شوي

افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

ټليفون څنګه استعمال کړو؟

د یوه شیعي او یهودي نادره کیسه

روڼتیا نړیوال سازمان: د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي

انسان د خولې شاته دی!

شاید سبا یو بل پول ( پول سوخته) شي

امریکایي جنرال: ممکن په ۲۰۲۵ کې د امریکا او چین ترمنځ جګړه وشي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com