واشنګټن کې د ډزو له امله ۳ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ سلواغه، ۱۴۰۱ل):
د امریکا متحدو ایالتونو په واشنګټن ایالت د ډزو له امله درې تنه وژل شوي دي.
چارواکي وايي، دا بريد پرون سه شنبه د «جنوري ۲۴ »مه ددغه ایالت په یاکیما ښار کې د يوه وسله وال کس له لوري ترسره شوی دی.
پولیسو زیاته کړې، دې کس یو تن په یوې هټۍ، دویم کس د هټۍ مخ ته او دریم کس یو څو ګامه هوا په ډزو ویشتل او ووژل.
د پولیسو مشر اصلي شکمن ۲۱ کلن جیرد هاډاک معرفي کړی او ویلي یې دي چې نوموړي تر ډزو وروسته د تیلو له یو ټانک څخه یو موټر غلا کړی او له سیمې تښتیدلی دی.
د یاکیما ښار د پولیسو مشر متیو موري ویلي، پولیس په سیمه کې د امنیتي کمرو په کتلو بوخت دي او د قاتل د نیولو هڅې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم په کالیفورنیا ایالت کې د ډزو په دوو جلا پیښو کې ۱۸ کسان ووژل شول.



