بلاول بوټو: د افغان حکومت څنډې ته کول د هیچا په ګټه نه دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

‏د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر “بلاول بوټو زرداري” د اقتصادي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګښت مهم بللی او له د اسلامي امارت په رهبرۍ افغان حکومت سره یې هم پر تعامل ټينګار کړی.

نوموړی وايي چې د اوسني حکومت څنډې ته کول د افغانستان د خلکو ستونزې لا زیاتوي.

د ویلو ده چې پاکستان بیا بیا له اوسني افغان حکومت سره پر تعامل ټینګار کړی او له امریکا یې هم غوښتې چې د افغانستان میلیاردونه ډالر کنګل شوې شتمنۍ دې آزاده کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button