کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
په داسې حال کې چې په اوکراین کې جګړو زور اخیستی
روسیه وایي چې اوکراین ته د ټانکونو ورکولو ته په جګړې کې د امریکا او اروپایي هیوادونه د مستقیمې ښکیلتیا په سترگه گوري.
پرون جرمني یوکراین ته د «لیوپارد ۲» ټانکونو او امریکا دې هیواد ته د «ابرامس» ټانوکونو د ورکړې پریکړه وکړه.
د روسیې دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره غربي هیوادونه ګواښلي چې کییف ته دی د پرمختللو وسلو له ورکولو ډډه وکړي کنه دا جګړه به لا پسې پراخه او نور اروپایي هیوادونه به هم په بر کې ونیسي.
خبر پاڼه کې دغه راز ډاډ ورکړل شوی، چې روسیه اوکراین ته د دا ډول ټانکونو له ورکولو ویره نه لري او داسې مجهز پوځي وسایل لري چې دغه ټانکونه پرې تخریب کړي.


















