کابل ټکی کام (شنبه، ۸ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
په کفري هیوادونو کې د مسلمانانو مقدس کتاب قرانکري ته د سپکاوي پر دوام له ډنمارک راپورونه وایي، چې د یاد هیواد یوه متعصب سیاستوال هم د قرانکریم بې حرمتې کړې او اور یې ورته اچولی ده.
دغه متعصب او اسلام ضد سیاستوال ډنمارک کې د یوه جومات او د ترکیې د سفارت مخې، ته د قرآن کریم پاڼو ته اور اچولی ده.
یاد کس ویلي،تر هغې چې ترکیه له ناټو سره د سوېډن د یو ځای کیدو غوښتنه ونه مني،هره جمعه به قرآن کریم ته اور اچوي.
د ویلو ده چې له دې وړاندې هم په سوېډن هیواد کې هم ورته کر غیړنه کړنه ترسره شوې وه،چې د اسلامي امارت او ترکیې په ګډون یې د اسلامي نړۍ سخت غبرګونونه را پارولي و.