پېښور پولیس لاین چاودنه کې تردې دمه د ۱۷ تنو د وژل کېدو او ۷۰ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې، پېښور پولیس لاین چاودنه کې تردې دمه د ۱۷ تنو د وژل کېدو او ۷۰ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

پوليس چارواکي وايي، چاودنه د پوليس په لباس کې د يوه کس له لوري شوې چې په ځان پورې يې بارودي مواد تړلي و.

يو شمېر ځايي رسنيو د وژل شويو شمېر ۴۳ تنه ښودلی او زخميان ۹۰ تنه دي.

پوليس وايي، د مسجد يوه برخه تخريب شوې چې لا هم ځينې کسان تر لاندې دي او د رايستلو هڅې يې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button