کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې هوایي او ځمکني عملیات په خورا شدت سره دوام لري د اوکراین ډیرې سیمې روسي ځواکونو لاندې کړي دي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر “بلاول بوټو زرداري” د خپل روسي سیال “سرګي لاوروف” په بلنه مسکو ته تللی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو وزیر به یې له روسي چارواکو سره د دوه اړخیزو اړېکو ترڅنګ د اوکراین او افغانستان په موضوعاتو هم خبرې کوي.
په ورته مهال د پاکستان مشهورې خصوصي تلویزیوني شبکې “هوم نیوز” د زرداري او لاوروف” د خبري کنفرانس ځینې برخې خپرې کړي چې پکې بلاول بوټو زرداري د اوکراین جګړه د ټولې نړۍ د اقتصادي حالت له پاره یوه غمیزه بللې ده او تر څنګ یې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو یوځل بیا په افغانستان کې د تلپاتې امنیت پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د ویلو ده چې تیره اوونۍ د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړی استازی “ضمیر کابلوف” اسلام آباد ته تللی و او د پاکستان د بهرنیو چارو له مرستیالې وزیرې “حنا رباني کهر” سره یې په کتنه کې ویلي و، چې باید د اسلامي امارت په رهبرۍ له افغان سرپرست حکومت سره عملي تعامل و کړاې شي.


















