افغان حکومت د پېښور په یو جومات کې پرونی برید په کلکو ټکو وغانده

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور ښار کې د پولیسو په یو جومات کې پرونۍ چاودنه په کلکو ټکو غندلی ده.
اعلامیه کې راغلي: په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې نن ورځ دخیبر پښتونخوا په پيښور ښار کې په یوه مسجد کې د چاودنې له امله ګڼو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ډيری نور ټپيان شوي دي.
اسلامي امارت په مساجدو کې په عبادت کونکو باندې برید غندي او داسې کړنې د اسلام د مبارک دین له احکامو سره په تضاد کې بولي.
په دغه پيښه کې وژل شوو کسانولپاره له الله تعالی څخه د مغفرت او جنت غوښتنه کوي او ټپيانو ته د عاجلې شفا.
د یادو متضرر شوو کسانو له کورنیو او خپلوانو سره خپله ژوره خواخوږي او غمشریکي شریکوي.



