اسلام اباد؛ افغان سفارت پېښور کې پر جومات بريد په کلکو ټکو غندلی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د افغانستان سفارت پر خپله ټویټر پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یاد هېواد د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور ښار کې د پولیس لاین جومات کې د نن ورځې وحشیانه او ترهګریز برید په کلکو ټکو غندلی دی.
خبر پاڼه کې راغلي: اسلام آباد کې افغان سفارت د پاکستان له ولس او حکومت سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي. الله تعالی جل جلاله دې شهیدانو ته جنتونه او ټپیانو ته عاجله روغتیا ور په برخه کړي.
خبر پاڼه کې دغه راز راغلي: بې له شکه پر جوماتونو او عبادت کوونکو بریدونه د اسلام په سپیڅلي دین کې ځای نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې نن د ماسپښین د لمانځه پر مهال د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پیښور کې د پولیسو د مرکز جومات کې چاودنه رامنځته شوه چې په پایله کې یې د وروستیو راپورونو پر بنسټ دیرش تنه مړه او لسګونه نور ټپیان شول.
Embassy of Afghanistan in Islamabad strongly condemns today’s heinous terrorist attack on Police Line’s mosque in Peshawar City which inflicted dozens of casualties on worshippers and extends its condolence to the people and government of Pakistan.
(1/2)— AFG Embassy Pakistan (@AfghanEmbPak) January 30, 2023



