پېښور چاودنه کې د وژل شويو شمېر ۸۳ ته لوړ شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

پرون دوشنبه د پېښور د پوليس لاين دننه په جومات کې چاودنه وشوه چې ګڼ شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

د پېښور د لېډي ريډنګ روغتون وياند محمد عاصم نن سهار رسنيو ته ویلي، ياد روغتون ته تراوسه پورې د ۸۳ تنو وژل شويو کسانو جسدونه وروړل شوي، چې تر پېژندګلو وروسته خپلوانو ته يې سپارل شوي دي.

چارواکو پرون ويلي وو په ياده چاودنه کې ۱۵۷ کسان نور ټپيان شوي هم دي.

پېښور کې د ژغورنې ادارې رېسکيو وياند بلال فېضي وايي، پرون ماسپښين چې د چاودنې وروسته د جومات د ملبې لرې کولو عمليات پېل شوي هغه اوس هم روان دي.

د افغانستان اسلامي امارت ياد بريد غندلی او د بهرنيو چارو له لوري په خپور شوي د خواخوږۍ پيغام کې راغلي:«اسلامي امارت په مساجدو کې په عبادت کونکو باندې برید غندي او داسې کړنې د اسلام د مبارک دین له احکامو سره په تضاد کې بولي.»

دغه راز د ګڼ شمېر پاکستاني چارواکو ترڅنګ ځينو هېوادونو هم ياد بريد غندلی دی.

Related Articles

Back to top button