افغان حکومت بهر ته له ۵۰۰ او ۵۰۰۰ څخه زیاتو ډالرو پر وړلو بندیز اعلان کړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان اسلامي امارت حکومت د ریاست الوزرا دفتر څخه په خپرې شوې يوې اعلامیې کې راغلي، تردې وروسته هیڅوک نشي کولی د هوايي ډګرونو له لارې له پنځو زرو (۵۰۰۰) څخه زیات او د ځمکنیو سرحدونو له لارې له پنځو سوو (۵۰۰) څخه زیات ډالر بهر هېوادونو ته انتقال کړي.
په یاده اعلامیه کې ویل شوي: “که څوک له پورته اندازې څخه ډير ډالر نقل کړي، د هریو میلیون ډالرو د لیږد په مقابل کې به یوکال، تر یو میلیونو کم د هر یو لک په مقابل کې به یوه میاشت، او له لک کم تر پورته په دوهم بند کې ټاکل شوي اندازې ډالرو په مقابل کې به تر لسو ورځو پورې محبوس کیږي.”
په اعلامیه کې له افغانستان څخه بهر د سرو زرو او قیمتي ډبرو پر قاچاق هم بندیز لګول شوی زياتوي:« له هیواد څخه د قاچاق پرمهال نیول شوي پیسې او سره زر به د افغانستان بانک ته سپارل کیږي او د رئيس الوزرا تر لزوم ديد پورې به په ياد بانک کې وي.
دغه راز په اعلامیه کې افغانستان ته د سیمې هیوادونو اړوندو پیسو قاچاق باندې هم پابندي لګول شوې ده.



