بدنظري؛ عامه وبا او لويه ګناه ده!

حسان مجاهد
بد نظري (حرامو ته په شهوت سره کتل)ناروا عمل او د ډېرو فتنو وسيله ده، الله تعالی فرمايي: ژباړه: او ووايه (ای رسوله!) مؤمنانو ته چې خپل نظر په خپل واک کې وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي، دا د هغوی لپاره ډيره پاکه کړنلاره ده، هغوی چې څه کوي الله پرې خبريږي او مؤمنانو ښځو ته ووايه چې پټې دې کړي سترګې خپلې ( له نامحرمو) او د خپلو شرم ځايونو ساتنه دې وکړي. (النور: ۳۰/۳۱)
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي: «فزنا العين النظر» د سترګو زنا حرامو ته په شهوت سره کتل دي. البخاري (۶۷۴۳)
معاصر علماء ليکي چې ناروا تصويرونو او فلمونو ته کتل هم داسې ناروا عمل دی لکه اصلي نظر، بلکې تر اصلي نظر فتنه پکې زياته ده؛ ځکه اصلي نظر تر يوې اندازې او یو وخته وي، خو له فلم او تصوير څخه ډېره استفاده کیدلای شي.
په پورته آيت کې الله تعالی لومړی د سترګو په کښته کولو او بيا د شرمګا په ساتنه امر وکړ؛ له دې څخه څرګندېږي چې د سترګو غلط استعمال په فحاشي او فتنه کې د ښکيليدو يوه لاره ده او ددې برعکس د سترګو ساتنه د پاکلمنۍ او تقوا لپاره غوره لاره ده.
دتأسف وړ خبره داده چې نن ورځ دغه ګنا دومره عامه شوې ده چې خلګ ورته دګناه په سترګه نه ګوري، ددې دوه لامله کيدای شي:
۱_د ګناه د وسائلو ډيروالی
پخوا به د بدنظري امکانات کم و، خو اوس په لږ وخت کې څوک کولای شي د دنيا نامحرمو ښځو ته په يوه لحظه کې ښه په ډاډه زړه سره وګوري؛ ځکه کفارو د هر مسلمان جيب ته د ګناه وسائل ورسول.
۲_د غربي ديموکراسۍ په نتيجه کې د ښځو مطلقه واکمني، آزادي او په بازارونو، کار ځايونو، ښونځيو او حکومتونو کې دښځو او نارينه وو ترمنځ اختلاط.
دحرام نظر يو شمېر زیانونه
۱_د نورو اندامونو ګناه
علامه آلوسي «رح» د سورة نور (۳۰) نمبر آيت په تفسیر کې ليکي: کله چې سترګې په ناروا توګه په یو چا ولګيږي؛ نو سترګې د هغه انسان د ليدلو، غوږونه د هغه د غږ د اوريدلو، پښې د هغه لوري د تللو، لاسونه د هغه سره د نښلولو او زړه د هغه سره ديو ځای کيدو خواهش او کوښښ کوي؛ خلاصه دا چې يوازې د سترګو له امله ټول اندامونه په ګناه اخته شي.
۲_ د سترګو په امانت کې خيانت
الله تعالی وايي: ژباړه: «الله تعالی دسترګو په خيانت او دزړه په رازو ښه خبر ده» دسترګو خيانت دسترګو په ناروا استعمال کې نغښتی ده.
۳_ د لعنت مستحق ګرځيدل
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي: د الله تعالی لعنت دي وي په ليدلونکي او لیدل شوي انسان(هغه څوک چې د ليدونکو نظرونه ځانته را اړوي) مشکواة شریف
۵_د زړه کمزوري
کله چې په ښايسته انسان سترګې ولګيږي؛ نو په زړه کې یو ډول ميلان، غلط فکرونه او سوچونه پيدا شي چې زړه له غمونو او ژوند له ستونزو ډک شي.
۶_ طبي زیانونه
بد نظري د ډيرو طبي زيانونو لامل ګرځي چې له ځینو زيانونو څخه يې د سرعت انزال او مثانې ناروغۍ هم يادي شوې دي.
سپارښتنه!
اسلام له موږ څخه ديوې داسې پاکې ټولنې غوښتونکی دی، چې هیڅ ډول فساد او فتنې په کې نه وي او ددې کار لپاره يې ځانګړي مقرارت او سپارښتنې وړاندې کړې دي.
نن چې په اسلامي ټولنو کې اکثره فتنې وينو لکه: فحشا، د نجونو او هلکانو تر منځ پټي او ناروا اړيکې، کورني تاوتريخوالي، له نکاح او واده وروسته د خاوند او مېرمنې تر منځ اختلافات او داسې نور؛ ددې ټولو سرچينه د سترګو ګناه ده.
دهري کورنۍ سرپرست ته لازمه ده چې دخپل ماتحت سالمه روزنه وکړي، داخرت له عذابونو څخه يې وويروي، له معاصرو فتنو او فسادونو يې وژغوري او دګناه دهیڅ ډول وسائلو زمينه ورته برابره نه کړي. پای



