په ترکیه کې له زلزلې وروسته ټویټر بند کړل شو

کابل ټکی کام (پنج شنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

په ترکیه کې له زورورې زلزلې وروسته د دغه هیواد حکومت د ټویټر یوازینی پلیټ فارم چې د دغه هیواد اکثره اتباع یې کاروي محدود کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۹ مه) د انټرنېټي کمپنۍ (نیټ بلاکس) په حواله راپور ورکړی چې ټویټر له تېرو دریو ورځو راهیسې په ترکیه کې محدود شوی دی.

پرون د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د زلزلې ځپلو سیمو ته د خپل سفر په ترڅ کې خبریالانو ته وویل، چې د دغې زلزلې د تلفاتو په اړه د ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخه باید ونیول شي.

د ترکیې د اطلاعاتو او مخابراتو د ټکنالوجۍ سازمان چې د دغه هېواد د ترانسپورت وزارت په چوکاټ کې کار کوي، د دغه بندیز په اړه په رسمي ډول وضاحت نه دی ورکړی.

ویل کېږي چې په ترکیه کې له زلزلې وروسته هغه څه چې د اردوغان د مخالفینو له خوا پرې نیوکې شوي، د مرستو ورو بهیر او په دې برخه کې د حکومت کمزوری فعالیت دی. یوه قضیه چې اردوغان ومنله او د لا ډیر کار ژمنه یې وکړه.

د یادولو وړ ده چې د ترکیې او سوریې په ځینو برخو کې په دریو ورځو کې د زورورې زلزلې د قربانیانو شمیر تر ۱۲ زرو تنو واوښت.

مربوطه مطالب

Back to top button