په هندوستان کې تر پوځي زده کړو وروسته ۲۰ تنه محصلین بېرته هېواد ته را ستانه شول

کابل ټکی کام (پنج شنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، چې په هندوستان کې تر پوځي زده کړو وروسته ۲۰ تنه محصلین بېرته خپل هېواد ته را ستانه شول.
د ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د مشرتابه د هدایت په اساس او د بهرنیو چارو ریاست په همغږۍ ۲۰ تنه محصلین چې په تیر نظام کې هندوستان هېواد ته د نظامي مسلکي زده کړو لپاره لیږل شوي وو نن خپل هېواد ته راستانه شول.
دفاع وزارت ويلي، چ يادو محصلینو دملي دفاع وزارت د مسوولینو د هلوځلو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په هرحالت کې د خپل هېواد د دفاع لپاره خدمت کولو ته چمتو دي.
د یادونې ده، چې څو میاشتې مخکې هم لسګونه تنه محصلین هېواد ته راستانه شوي وو، چې د یاد وزارت له لوري د ملي اردو لیکو ته جلب شوي دي.



