د ترکیې او سوریې زلزله؛ د مړو شویو شمېر ۱۵ زرو ته ورسېد

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
په داسې حال کې چې د ترکیې او سوریې په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات دوام لري له یادو هیوادونو وروستي راپورونه وایي، چې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۰۰۰ زرو ته رسیدلی.
سپوتنیک خبري آژانس د ترکي چارواکو په حواله ویلي، چې په یاد هیواد کې د زلزلې له امله تر ۱۲۰۰۰ زرو کسان وژل شوي، زرګونه ټپیان دي او بې شمېره نور لا هم نادرکه دي چې ښایي د قربانیانو شمیر لا نور هم زیات شي.
سوریه کې بیا چارواکي وایي چې د زلزلې له امله ۳۰۰۰ کسان وژل شوي، زرګونه ټپیان او زرګونه نور لا هم تري تم دي؛ خو ویل کېږي د سوریې په هغو سیمو چې د یاغیانو تر کنترول لاندې دي هم د زلزلې له امله زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



