د بشرپاله مرستو په لړ کې ۴۰ میلیونه ډالر افغانستان ته را ورسېدل

کابل ټکی کام (پنج شنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان بانک وايي، چې افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې نن يوځل بيا څلويښت ميليونه ډالره کابل ته راورسيدل.

د افغانستان بانک په يوې خبرپاڼې کې ویلي ، چې افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدې بشري مرستې کڅوړه پرون رارسېدلې او په کابل کې یو سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده.

د افغانستان بانک وايي، چې د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاینه کوي او دا بانک به د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي.

مربوطه مطالب

Back to top button