جوزجان کې یو زوی خپله مور تر وژلو وروسته سوځولې

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۸ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

په جوزجان کې د اسلامي امارت ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې یو سړي خپله مور وژلې او بیا یې مړی سوځولی دی.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند، عبدالستار حلیمي نن پنجشنبه د سلواغې ۲۷مه ویلي، چې دغه کس په «پیر مزید» سیمه کې خپله مور وژلې ده.

ښاغلي حلیمي زیاته کړې، تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی روښانه شوی، خو د امیدالله په نامه دغه قاتل نیول شوی او تر تحقیقاتو لاندې دی.

د جوزجان مسوولینو ویلي چې د مقتول کورنۍ د دې قتل د پلټنې غوښتنه کړې ده.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پېښې زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې کورنی تاتریخوالی بلل کېږي.

پر دې سربېره په افغانستان کې د ځانوژنې پېښې هم په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې کورنۍ ستونزې، بې‌روزګاري او رواني ستونزې بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button