کابل ټکی کام ۲۴سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
هند چې له پاکستان سره روایتي دښمني لري، نه غواړي پاکستان په سیمه کې یو ځواکمن هېواد شمار شي، او همېشه د پاکستان په پرمختګ نیوکې کوي.
هندوستان د امریکا سفیر پدې وجه احضار کړی دی چې پاکستان ته امریکا د ایف ۱۶ جنګي الوتکو ورکړې اعلان وکړ.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ځای ناستي (جي شانکار) د امریکا له خوا پاکستان ته د ایف ۱۶ جنګي الوتکو د خرڅلاو په غبرګون کې په هند کې د امریکا سفیر (ريچارډ شرما) احضار کړ.
هند وايي، «د امریکا له لورې له ترهګرۍ سره مبارزه څنګه ده، چې پاکستان ته یې ایف ۱۶ الوتکې ور کړې، پاکستان خو له پولو بهر د ترهګرۍ په ملاتړ کې مهم رول لوبوي.»
پنټاګان هم پاکستان ته د الوتکو د پلورلو په تأیید کې وویل چې دا به د اوسنیو او را تلونکو ګواښونو په وړاندې د مقابلې لپاره د پاکستان ظرفیت لوړول دي، خو د سیمې په پوځي توازن کې به کوم تغیر را نه ولي.
دیادولو ده چې په لومړي ځل کې د امریکا او پاکستان د یادو ۸ ښکاري الوتکو د پلورلو معامله په ۲۰۱۵م کال کې اعلان شوه، چې بیه یې ۶۹۹ میلیونه ډالره ښودل شوې وه.
















