د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوه ناڅاپي پټ سفر اوکرایین ته تللی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ کب ، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې ، د امریکا ولسمشر جو بایډن پر اوکراين د روسيې تر يرغل وروسته په لومړي ځل په یوه ناڅاپي پټ سفر د اوکرایین پلازمینې کيف ته تللی دی.
تر دې مخکې په اوکراين کې د يوه مهم ملمه ورتګ ته چمتوالی نيولی و، خو داسې ګمان نه کېده چې د امريکا ولسمشر دې وي.
نیویارک ټایمز ليکلي، اوکرایین ته د بایډن پټ سفر د پولڼد له پولې د اورګاډې له لارې ترسره شوی دی.
ولسمشر جوبایډن د اوکراین ګاونډي هېواد پولنډ ته د ولسمشر اندریج دودا لیدو ته تللی و او هلته يې د اوکرایین پر ملاتړ بحث او خبرې دي.
د ياد سفر نه مخکې د سپينې ماڼۍله لوري په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي و چې: “ولسمشر بایډن به پر اوکرایین د بې دلیله او وحشیانه برید د یو کلنۍ له پوره کېدو وړاندې خپلې څرګندونې وکړي، او په دې اړه به وغږېږي چې امریکا د اوکرایین د خلکو ملاتړ لپاره څنګه نړۍ راټوله کړي. ځکه چې اوکراینیان د خپلې ازادۍ او دیموکراسۍ دفاع کوي او مونږ به تر هغې ورسره ولاړ یو چې څومره جګړه وخت نیسي.”



