افغان چارواکو په تورخم پوله د جګړې راپورونه رد کړل

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ کب، ۱۴۰۱ل)
افغان چارواکي وایي چې په تورخم پوله د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د نښتې راپورونه رد کړل.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر “مولوي صدیق الله قریشي بدلون” رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په تورخم پوله د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ د جګړې په اړه خپاره شوي راپورونه حقیقت نه لري.
د نوموړي په خبره: د ځینو رسنیو هغه خبرونه حقیقت نه لري؛ چې ګواکې په تورخم کې افغان پوله ساتو ځواکونو له پاکستانیو سرتېرو سره نښته کړې.
د ویلو ده چې نن سهار ځینو رسنیو راپورونه خپاره کړي و چې په پاک_افغان پوله د دواړو هیوادونو د پوله ساتوونکو ځواکونو ترمنځ جګړې شوې ده دا په داسې حال کې ده چې له پرون راهیسي افغان چارواکو یاده پوله د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې او له خلکو یې غوښتي چې تر دویم حکم دې تورخم ته نه ورځي.



