سپاه پاسداران: د ټرمپ په ګډون به هغه کسان ووژنو چې د قاسم سلیماني د وژلو امر یې کړی و

کابل ټکی کام (شنبه، ۶ کب، ۱۴۰۱ل)

د ایران د سپاه پاسداران د هوايي ځواکوانو قومندان “جنرال امیر علي حاجي زاده” ویلي دي، “زموږ اصلي موخه” له هغو کسانو غچ اخیستل دي چې د “قدس ځواک” د بهرنۍ څانګې د وژل شوي قومندان “قاسم سلیماني” د وژلو امر یې کړی و.

جنرال حاجی زاده د ایران دولتي ټلویزیون ته ویلي: “ان شاءالله” چې د ټرمپ، پومپیو او مکینزي په وژلو به بریالي شو.”

د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او جنرال فرانک مکینزي د قاسم سلیماني د وژنې پر مهال د امریکا په مرکزي قوماندانۍ کې وو او د نوموړي د وژنې عملیات یې څارل.

ښاغلي ټرمپ ویلي وو، په عراق کې یې د قدس ځواکونو د قوماندان د وژلو لپاره د امریکايي ځواکونو د هوايي عملیاتو شخصي څارنه کوله او ښاغلي پومپیو په وار وار د هغه ګام دفاع کړې وه.

قاسم سلیماني د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ میاشت کې د بغداد په څنډه کې د بې پیلوټه الوتکو په مرسته، پوځي عملیاتو کې ووژل شو.

د ایران حکومت تر هغه وروسته سملاسي خبرداری ورکړ چې د دې برید پر وړاندې به غبرګون وښيي او له امریکا به غچ واخلي.

څه کم یوه اوونۍ وروسته، سپاه پاسداران بغداد ته څېرمه د عین الاسد پر هوايي اډه توغندیز برید وکړ، چې هغه مهال د امریکايي ځواکونو په لاس کې وه. که څه هم په هغه برید کې د امریکایانو په خبره د دوي پوځیانو ته مرګ ژوبله نه وه اوښتې؛ خو د اډې ډیرو برخو او ګڼ شمېر الوتکو ته پکې زیان اوښتی وو.

د ویلو ده چې د قاسم سلیماني تر وژل کېدو درې کاله وروسته جنرال امیر علي حاجي زاده ویلي، “پر عین الاسد اډه برید کې زموږ موخه د امریکايي پوځیانو وژل نه وو، بلکې موږ غوښتل د امریکا پوځي واکمنۍ وننګوو چې دا موخه مو تر لاسه کړه، زموږ د انتقام اصلي موخه هغه څوک دي چې زموږ د دې ستر جنرال ړ وژنې امر یې کړی و. ان شاءالله چې موږ کولای شو ټرمپ، پومپیو او مکینزي ووژنو. “

مربوطه مطالب

Back to top button