پاکستان: د دولتي کارکوونکو د تنخواګانو د بندېدو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

کابل ټکی کام (شنبه، ۶ کب، ۱۴۰۱ل)
د پاکستان د مالیې وزارت وایي، چې د دولتي کارکوونکو د تنخواګانو د بندېدو په تړاو خپاره شوي راپورونه حقیقت نه لري.
د یاد هیواد د مالیې وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي” چې د دولتي کارکوونکو د تقاعد او تنخواګانو د ځنډولو په اړه خپاره شوي راپورونه حقیقت نه لري د مالیې وزارت لخوا داسې کومه پرېکړه نه ده شوې.
خبر پاڼه کې ویل شوي چې د تنخواګانو او تقاعد د ورکولو لړۍ د معمول په څير روانه وي.
د ویلو ده چې تر دې وړاندې ځینو رسنیو راپورونه ورکړي وو چې پاکستان کې د اقتصادي او مالي مشکلاتو له امله د مالیې وزارت پرېکړه کړې ده چې تر دویمې پرېکړې دې د مرکزي او صوبایی حکومتونو د کارکوونکو تنخواګانې وځنډول شي.



