ملګري ملتونه: افغانستان ۴،۶ میلیارده ډالرو بشري مرستو ته اړتیا لري

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۷ کب ، ۱۴۰۱ل)
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه ټوېټ کې ویلي چې افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې له ۲۸ میلیونو ډېرو وګړو لپاره ۴،۶ میلیارده ډالرو بشري مرستو ته اړتیا لري.
اوچا زياته کړې، په دې مرسته سره مرستندويه ادارې کولاى شي د نيالګيو د ايښودلو په وخت کې له کورنيو سره مرسته وکړي او له سيلابونو سره د مبارزې لپاره چمتووالى ونيسي.
په دې ټویټ کې راغلي، چې اوس مهال ۲۸.۳ میلیونه وګړي چې د افغانستان د نفوس دوه پر دریمه برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په دې وروستیو کې ویلي، چې په افغانستان کې د اړو کسانو شمېر د پنځو کلونو د پخوا په پرتله ۳۵۰ سلنه زیات شوی دی.
اوچا يادونه وکړه، چې اقتصادي زوال، د اقليمي بدلون، لوږه او د جګړو اغېزې په افغانستان کې د اړمنو کسانو د زياتوالي لامل شوي دي.
په 2020 کې، دا شمیره 14 ملیون تنو ته لوړه شوې، په 2021 کې 18.4 ملیون تنو ته، په 2022 کې 24.4 ملیون تنو ته او سږ کال 28.3 ملیون تنو ته لوړه شوې ده.



