د غور د تخنيکي او مسلکي انستيتوت محصلينو د معلولينو لپاره موټرسايکل جوړ کړ

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۷ کب ، ۱۴۰۱ل)
د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د محصلینو له خوا جوړ شوی موټرسایکل نن یکشنبه د حوت په ۷مه نندارې وړاندې شو.
د غور د والي وياند عبدالواحد حماس وايي، دغه څلور ټيره موټر سايکل د محمد رحمتي او يو شمېر نورو د تخنيکي او مسلکي زده کړو د محصلينو له خوا د معلولينو لپاره جوړ شوى دى.
د غور د والي ویاند وويل، د خوښۍ ځای دی چې د غور ولایت فعالو ځوانانو خپله خلاقیت وښود او د معلولینو لپاره یې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه موټرسایکل ایجاد او جوړ کړ، موږ د دوی او د سیمه ییزې ادارې په استازیتوب ویاړو. غور له دغو ځوانانو سره دی او هر اړخیز ملاتړ یې کوي.»
د دغه ولايت اوسېدونکو په دې ولايت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د محصلينو له خوا د موټرسايکلونو له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او د معلولينو لپاره د اسانتياوو په رامنځته کولو کې يې اغېزمن وباله.



