کورنيو چارو وزارت: په کابل او هلمند کې د نشه يي توکو ۳ کارخانې کشف او له منځه یوړل شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۷ کب ، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي ، چې په کابل او هلمند ولايتونو کې يې د نشه يي توکو ۳ کارخانې کشف او له منځه وړي دي.

د کورنیو چارو وزارت په ټويټر پاڼه ليکل شوي، چې د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت منسوبینو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې، د نشه یي توکو یوه کارخونه د کابل په یوولسمه حوزه کې کشف او دوه تنه یې د یادې پیښې په اړه نیولي.

سرچينې زياته کړې، د لاسته راغلې فابریکې څخه یوه ډیره اندازه نشه یي توکي او بعضې نور وسایل لاسته راغلي.

 دغه راز ياد وزارت وايي، چې په هلمند ولایت کې د دوو جلا عملیاتو په ترڅ کې، د نشه یي توکو دوه کارخونې کشف او په ډیره پیمانه نشه یي توکي او نور اړونده وسایل د پولیسو لاسته ورغلي دي.

د اسلامي امارت حکومت په وروستيو کې د کابل ښار په شمول د جلال اباد، کندهار او ځينو نورو لويو ښارونو څخه زرګونه تنه معتادين راټول او د تداوۍ لپاره يې روغتونونو او ځانګړو ځايونو ته يوړل او دغه راز يې د نشه يې د نشه يي موادو يوشمېر پلورونکي هم نيولي او لا يې د نيولو لړۍ روانه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button