ایران کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته وسپارل شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ کب، ۱۴۰۱ل)

د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، په تهران کې یې دافغانستان سفارت ته نوي دیپلوماتان لیږلي، بلخوا د سفارت پخواني دیپلوماتانو ویلي چې دوی سفارت د ایران حکومت ته سپارلی دی.
ددغه وزارت لخوا تېره شپه ناوخته په یوه ټویټ کې په ایران کې مېشتو افغانانو ته خبر ورکړی چې په تهران کې به د افغان سفارت فعاليتونه د نوي شارژدافير او دیپلوماتانو له ګومارنې سره سم په ښه روحيه او تعهد د دواړو هېوادونو درنو وګړو ته د خدمت‌رسونې چارې په عادي توګه دوام پېدا کړي.
سرچینې زیاته کړې، د بهرنيو چارو وزارت غواړي په ډاګه کړي چې د ډيپلوماتيکو کادرونو بدلون يو معمول چاره او د هر هېواد مشروع حق دی.
بلخوا په تهران کې د افغان سفارت یو دیپلومات حامد رهګذر ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د غوښتنې پر اساس د افغانستان د پخواني حکومت سفیر پرون په تهران کې د سفارت دروازه وتړله او کیلي یې ایراني چارواکو ته وسپارله.

مربوطه مطالب

Back to top button