د کابل-جلال اباد لاره په ماهيپر کې د يوه ګازي ټانکر د چپه کېدو له امله بنده شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ کب ، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، د کابل-جلال اباد لاره په ماهيپر کې د يوه ګازي ټانکر د چپه کېدو له امله بنده شوې ده.
د ټولګټو چارو وزارت وايي، لوی باروړونکی ټانکر ټيلر د ماهيپر سيمه تېره شپه شوی چې د موټرو پرمخ يې لاره بنده کړې ده.
د ټولګټو چارو وزارت اړوند د ماهيپر د لويې لارې د ساتنې او څارنې پرسونل د پېښې ځای ته رسېدلی او هڅه کوي، څو ياده لاره ژرترژره د ترافيکو پرمخ خلاصه کړي.
د کابل-جلال ترمنځ د ماهيپر لاره د نړۍ د پنځو خطرناکو لارو په قطار کې راځي چې وخت ناوخت پکې مرګونې ترافيکي پېښې رامنځته کېږي.



