يونان کې د دوو ریل ګاډو د ټکر له امله ۲۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ کب ، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې ، يونان کې د دوو ریل ګاډو د ټکر له امله ۲۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
دا ټکر د یونان د لاریسا ښار ته نږدې پرون ماښام ناوخته رامنځته شوې چې په ترڅ کې يې ۲۶ کسان وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان دي.
ټکر د بار وړونکي او مسافر وړونکي ريلګاډي د جنګېدو له امله رامنځته شوې چې د مسولينو په وينا مسافر وړونکي ريلګاډي کې ۳۵۰ کسان سپاره وو.
د یونان د بیړني حالت د څانګې په وینا، کابو ۱۵۰ اور وژونکي او ۴۰ امبولانسونه د پیسې سیمې ته استول شوي دي.



