شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د كب لسمې درېيمه كاليزه مو مبارك شه !!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
مارچ 1, 2023
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
21
ځلې شریک شوی
259
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

محسن سعود
درې كاله وړاندې زموږ پر گران هېواد او درانه ولس د صليبي اشغال د پای تقريباً تر ټولو بدې او ترخې شپې ورځې همدا د كب له لسمې وړاندې وې او دا ځكه چې تر دې ورځو د يرغلگرو او گوډاگيانو يې نورې ټولې هيلې، موخې او ورته د رسېدو په لاره كې يې ډېرې ككرې هم ورسره خاورې شوې وې او د يرغل پر ماتې نور پر نيمه لاره-نيم-نيم ژوانده-ستړي وجود ترې ناهيلې هم و، نو يواځي دا چې غچ يې له گران ولسه واخلي، د زړه بړاس همدلته كم كړي او پرې د دغو شپو ورځو ترخولو يې كه څه هم د څو شپو او شېبو په شمار وي؛ د حتمي راتلونكې او دغې سولې، ازادۍ، خپلواكۍ او د اسلامي نظام سيوري ته دمې او پرمختگونو چې اوس ترې برخمن يو او پكې مخ پر وړاندې ځو؛ مخه ډب كړي. د دې ټول توان يې پر مرموزو وژنو، بمباريو، شپنيو چاپو، د درنو وسلو بريدونو، برمته كولو، ټول وژنو، ويجاړيو، د كدرونو له منځه وړلو-له هېواده تېښتې ته اړكولو، د سولې مخنيوي او د مذاكراتو سبوتاژ كې را ټول او پرې متمركز و چې كه پكې تر بليكواټر او سې ای اې پورې د وحشت هر تخنيك او تكتيك وكارېد؛ تاو يې هم تر هر بېوزله افغان پورې ورسېد، خو بس پر ولس په دې تمه دغه ورځې تېرېدې چې نن يا سبا يې له دوحې د پای ته رسېدو، د اشغال بشپړې ماتې، رښتونې ازادۍ او خپلواكۍ او د اسلامي او رښتوني افغاني نظام راتلو زېری راځي، نو ځكه يې زړه هم ورته نيولی او تن يې ور كړی و چې په همدې كې پرې كب لسمې ته ورسېد او دغې ورځې يې هماغه په تور تمونو كې تمه پر يو ملموس او محسوس حقيقت او واقعيت وپوښله. د دغې تاريخي ورځې چې د پيل له ازادۍ، خپلواكۍ او اسلامي نظامه تر اوسنيو او تر اوږدې مودې راتلونكو پرمختگونو او لاسته راوړنو ټولو پېلامه او دا ټول يې مرهون منت دي؛ نن درېيمه كاليزه په داسې فضاء كې لمانځو چې هغه مهال مو ليدلي او تازه ټپونه او دردونه تر ډېره دوا شوي او لا هم د مداوا په حال كې دي چې له نېكې مرغې د دې ټولو ابتكار هم د هېواد او ولس د مسئول نظام په توگه اسلامي امارت په لاس كې دی او له بشپړ باور سره د مهمو او لازمو لازياتو نوښتونو او پرمختگونو تمې هم ورپورې غوټه دي.
د كب لسمه د اسلامي امارت د بنسټگر مرحوم لوی ملاصاحب رحمه الله يرغلگرې صليبي نړۍ ته د غرور له نېلۍ د راښكته كېدو د وړانديز كړې فارمولې او د نه منلو په صورت كې يې بيا ورته ټاكلي ضرب الأجل گډ ښمر دی چې پر ياد ضرب الأجل يرغلگرو پر هماغه فارموله عمل كولو ته تن وركړ، له اسلامي امارت سره د خبرو مېز ته كېناستل او په ښكاره همدغه د خارق العادة او له تمې لوړو څرگندو او حتمي پرمختگونو د لړۍ پيل و چې په سر كې يې د كب لسمې تاريخي تړون له ځان سره درلود او ترې را وروسته كه د يرغلگرو لخوا له ياد تړونه د سلگونه سرغړونو-مستقيم او نامستقيم يې د ماتولو بې خرته هڅو-د توافقاتو عملي كېدو كې يې د ځنډ او خنډونو رامنځته كولو-پرې ولس ته بې ساري زيانونو اړولو پر وړاندې له تمې لوړ زغم و، كه د اسلامي امارت نړيوال وجاهت دی، كه په مكرر ډول عامه عفوه او لاسته راوړنې يې وې، كه د واك له سپارنې او انتقال پرته هم يواځي د څو ورځو په ظرف كې فعال او سيال نظام را منځته كېدل و، كه د اشغال تپلي رژيم سلگونه زرو تنانو له خپلو دندو سره په شفاف ډول په اسلامي امارت او جهادي صف كې ادغام او د فعال او مسئول نظام په توگه يې ټول شمول كېدل و، كه د اسلامي او ملي كلتور له رواياتو سره سم په ملي او دولتي كچه بې ساري پراخ اصلاحات دي، كه د جهاد پر مټ راغلې يواځينۍ او غربيت ننگونكې بې مثاله حكومتولي ده، كه د نړيوالو بنديزونو او فشارونو تر درانه سيوري او اسمان لاندې په بشپړه دغه ملي-سياسي-ډيپلوماټيكه-اقتصادي حكومتولۍ كې معجزانه پرمختگونه او لاسته راوړنې دي او كه يې د لازياتو ابتكارونو شاهدان واوسو؛ ټول د يادې لړۍ له كړيو څخه دي چې له لومړي سره د اشغالگرو د تېښتې مذاكراتو او د دوحې تړون د مبتكرانه تخنيك حجم او ژورتيا په گوته كوي.
د دوحې پر تړون د صليبي شل كاله يرغليزې جگړې، ۱۸مياشتې ډيپلوماټيكو ټگيو برگيو او د امريكا د نړيوالې يكه تازۍ چې د افغان ولس پر وړاندې يې په دريو واړو كې له ځان سره ټوله نړۍ ښكېله كړې وه؛ پای ته رسېدل او بيا د دغه تړون له مخې د كابو۴۳كلنو ويرونو، بدو پايلو او اغېزو د مخنيوی او له منځه تللو ترڅنگ د يو نيم كال په دننه كې د دغو څه باندې څلورو لسيزو په پرتله د داسې پرمختگونو او لاسته راوړنو مشاهده چې په دغه اوږده موده كې يې په پلمه راغليو دوو نړيوالو اشغالونو هم نه دلته او نه كومه بله مستعمره كې را منځته كړل؛ دا احساس، روحيه او درس را كوي چې دغه تړون له هرڅه سره د مجاهد افغان ولس د شل كاله جهاد او رښتوني افغانيت پالنې دومره اغېزمنه پايله ده چې ترې مخكينيو د۲۳كاله مودې بدمرغيو پاتې شوني او اغېزې هم له منځه يوسي، هغه پرمختگونه هم له ځان سره ولري چې د ځمكنيو واقعيتونو او رښتونو حقيقتونو په توگه يې هېواد-ولس-نظام شاهد دی او بيا هم كه په هر ډول شرائطو او په ځانگړې د اوس په څېر بنديزونو، فشارونو او فكري-تبليغاتي-اقتصادي-فرهنگي جگړو كې جهاد او وياړمن افغانيت پالو؛ همدا پايله پر لاس را كوي، ځكه دا ډول هر اړخيز يرغلونه او تر سيوري لاندې يې د بشري مرستو او حقونو په پلمه برنامې هم پر مذهب، كلتور، ازادۍ، خپلواكۍ، پر مختگ او پر ځان بسياينې، د خپل لاس پر گټې وټې، وگړو ته د كار پر زمينې رامنځته كېدو او په ټوله كې پر رښتوني بشريت او په خپلواكه توگه د خپل فردي او ټولنيز بشري ژوند اړتياو په ښه ډول پوره كولو چې پكې له غرب سره كوم مدار او تړاو هم نه وي؛ يو ډول مستقيم او نامستقيم بنديزونه او فشارونه و او دي، نو كه پر خپلو مټو زور وكړو، د اسلامي امارت د اړوندو پاليسيو او برنامو پر ملاتړ له هغه سره لاس ور كړو او د كب لسمې په بركاتو كې د دغو فشارونو، بنديزونو او جگړو ښه مديريت او مهارېدنه هم ور زياته كړو؛ دا د بشريت پر مدار له غرب سره د تړليو بشري او سياسي حقونو چې پر ځان له بسياينې سره ترې مستغني هم يو؛ اړوند بنديزونه او فشارونه به راته څه وي؟.
د كب لسمه او د دوحې تړون د گران هېواد په تاريخ، له نړۍ سره يې په تاريخي مقطع او د ايمان پر وړاندې د ټيكنالوجۍ په تاريخي نړۍ كې زموږ د برم او د يرغلگرو د شرم يو هسك توغ او نښان دی. د كب پر لسمه د اشغال خاتمې پر تړون د خپل لاسليك په شكل غرب د خپلې بشر پالنې پر هغو ټولو ادعاوو، غوغاوو او پر بنسټ يې غولونكو تزويري كړنو او توطئوي اعترافونو چې پر گران هېواد د يرغل او بيا د اشغال۱۹كاله دوام ته يې د دليل په توگه او پرې له خپلو موخو د عام پام دغه لورته اړولو لپاره ترسره كړي و؛ د بطلان كرښه كش كړه او ورپسې يې د باطلې كړې دغې بشردوستۍ پر نوم را ټوله كړې زموږ ملي شتمني هم كنگل كړه، خو بياهم چې د بشر پالنې له پلمې گټې اخيستنې ته اړتيا شوه، دا دی تر هغه لاپسې په ځوږ زمزمه كېږي او هغه شتمني لاهم كنگل ده، خو بشري مرستې دوام لري، په دې ډول د دوحې تړون له توافقاتو د نورو سرغړونو ترڅنگ يې پر بشر پالنه كش كړې د بطلان كرښه هم تر پوښتنې لاندې راوستې. په هر رنگ؛ دا چې ملتونه د خپل بري ورځ پر خوښيو لمانځې، د دوحې د وياړمن تړون له برم او بركته د كب لسمه هم نور زموږ د تاريخي وياړونو په مناسباتو كې ځای شوه چې له انگرېزانو د ازادۍ د دوهمې سليزې په پيل كې له غرب څخه د ازادۍ او خپلواكۍ گټلو پر ستر وياړ يادېږي او لمانځل كېږي. خو زموږ پر هېواد يرغلونه چې له ماتې سره سم يې موندنې همدا يرغل يوه لويه تېروتنه ور په گوته كوي؛ زموږ له دغسې ورځې سره يې د يرغل ورځ هم توره او بده ورځ، تريخ او نه هضمېدونكی ياد او نه پټېدونكی شرم وگرځي او په دې ډول يرغلگر په تاريخ كې هيڅ ښه ورځ نلري، نو د كب لسمې درېيمه كاليزه مو مبارك شه !!.

لوی ټکي: تړوندوحېکبمحسن سعود
مخکینې مطلب

يونان کې د دوو ریل ګاډو د ټکر له امله ۲۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

بل مطلب

افغان حکومت: نړيوال خيريه بنسټونه دې د ايټاليا په اوبو کې د وژل شويو افغانانو په را ايستلو او جسدونو په انتقال کې مرسته وکړي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com