د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي له خپلې دندې استعفا وکړه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ کب، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي استعفا کړې ده. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې له نږدې درې کلن کار وروسته له خپلې دندې استعفا کوي.

نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه له نږدې درې کالن خدمت کولو وروسته، ما له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې او د دې وخت رارسېدلی چې پر خپلو شخصي کارونو – کورنۍ، کتابونو، کرنې او چاپیریال باندې تمرکز وکړم.

نوموړي زیاته کړې:زه د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه د ټاکل کېدو له امله د ولسمشر، لومړي وزیر او اړوندو اړخونو څخه مننه کوم.
زه د خپلو ډیرو همکارانو د زحمت قدرداني کوم چې د پاکستان او افغانستان د اړیکو د ښه کولو لپاره یې نه ستړې کیدونکې هڅې وکړې.

د ویلو ده چې په خټه پښتون محمد صادق خان د پاکستان د خیبر پښتونخوا د ایالت اړوند د صوابۍ ولسوالۍ اوسیدونکی ده او د پاک-افغان اړېکو د ښه کېدو لپاره یې ډېرې هڅې کولې تر اوسه معلومه نه ده چې پرځای به یې څوک ټاکل کیږي خو د ټولنیزو رسنیو ډېرو افغان کارونکو یې هڅې ستایلې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button