افغان حکومت: نړيوال خيريه بنسټونه دې د ايټاليا په اوبو کې د وژل شويو افغانانو په را ايستلو او جسدونو په انتقال کې مرسته وکړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ کب ، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان اسلامي امارت حکومت له نړيوالو خيريه بنسټونو غوښتي چې د ايټاليا په اوبو کې د وژل شويو افغانانو په را ايستلو او خپل هېواد ته د جسدونو په انتقال کې دې مرسته وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې پېښه کې د شاوخوا ۸۰ افغانانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دې پېښه کې د افغانانو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او له افغانانو یې غوښتي چې له افغانستانه بهر په غیر قانوني توګه سفر ونه کړي.
همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت په خیریه بنسټونو او خصوصا د سره صلیب پر نړیوالي ادارې باندي ږغ کړی چې د ایټالیا په سویلي سمندرګي کې د ډوبو شویو افغانانو د جسدونو په پیدا او نقلولو کې د انساني مکلفیت له مخې خپل مسووليتونه تر سره کړي.
په دې کښتۍ کې د سپرلیو کره شمېره معلومه نه ده، خو د ۱۵۰ او ۲۰۰ کسانو ترمنځ اټکل کېږي.
په ايټاليا کې د مېشتو افغانانو د ټولنې مشر رسنيو ته ويلي چې د ده همکارانو موندلې چې په کښتۍ کې شاوخوا ١٣٠ افغانان سپاره وو او ٧٢ تنه مړه شوي دي.
ده وويل چې په وژل شويو کې ١٤ ماشومان او ٣٥ يې ښځې دي.
د ايټاليا پولیسو ویلي د ۶۴ تنو جسدونو د موندلو خبر ورکړی او زياتوي چې ۸۰ تنه ژغورل شوي دي. خو د پوليسو په وينا يو شمېر لا هم لادرکه دي او د موندلو لپاره يې عمليات دوام لري.



