مسؤلین: ‏د بغلان د غوري سیمنټو فابریکې توليدات د پخوا په پرتله دوه برابره زيات شوي

 کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ کب، ۱۴۰۱ل)

په بغلان کې د غوري سیمنټو فابریکې مسؤلین وايي، چې د دغه فابريکې توليدات د پخوا په پرتله دوه برابره زيات شوي دي.

د مسوولينو په وينا، دا مهال د يادې فابريکې توليدات په ۲۴ ساعتو کې ۶۰۰ ټنو ته لوړ شوی چې د تېر په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.

د غوري سیمنټو فابریکو مالي او اداري مدیر وايي که دبرېښنا او سکرو د کمښت ستونزه یې حل شي، نو په ۲۴ ساعتو کې به دغه فابریکې ۸۰۰ ټنه سیمنټ تولید کړي.

د معلوماتو له مخې ، د تيرې ادارې پرمهال د غوري فابریکې توليدات په 24 ساعتونو کې300 ټنه وو.

د غوري سیمنټو فابریکو لپاره نوې ماشینري له چین او ایران هیوادونو څخه د اتلس میلیونه افغانیو په ارزښت پیرل شوې، چې په نصب کولو سره یې تولید ډېرشوی دی.

د سیمنټو فابریکې مسولين وايي، چې اوس د ټول افغانستان د اړتیا وړ شپږ سلنه سیمنټ دغه فابریکې تولیدوي.

مربوطه مطالب

Back to top button