د امریکا د استازو جرګې له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو لایحه رد کړه

د امریکا د استازو جرګې له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو لایحه رد کړه
کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۱ل)
له سوریې څخه په شپږو میاشتو کې د ۹۰۰ امریکايي پوځیانو د ایستلو طرحه چې د امریکا د استازو جرګې ته استول شوې وه، د دغې جرګې له خوا رد شوه.
اسوشیټیډ پریس د چهارشنبه د مارچ په اتمه راپور ورکړ چې د 900 امریکایی سرتیرو د ایستلو قانون ردولو پریکړه لیک په 321 منفي رایو سره تصویب شو.
د امریکايي ځواکونو د وتلو د پلان مخالفانو خبرداری ورکړی چې دا به د داعش منحل شوې ډلې ته د بیا تنظیمولو اجازه ورکړي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو د کمیټې د جمهوري غوښتونکو مشر مایکل مک کیل په دې غونډه کې وویل چې تیر کال په سوریه کې د دغه هیواد په پوځي عملیاتو کې ۴۶۶ داعش جنګیالي وژل شوي او د دغې ډلې ۲۵۰ نور غړي ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو وتل باید د داعش د بشپړې ماتې پر بنسټ وي.
د امریکا د استازو جرګې د یوه غړي په وینا، دغه لایحه وروسته له هغه رد شوه چې تېره میاشت د سوریې په شمال ختیځ کې په یوه هوايي برید کې څلور امریکايي پوځیان ټپیان شول.
دا پیښه د داعش د یو جګپوړي مشر د وژل کیدو لامل شوه.
باید وویل شي، چې تېره اوونۍ د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي په یوه ناڅاپي سفر سوریې ته تللی و.
د دې سفر موخه د داعش پر وړاندې د امریکا د ماموریت په اړه د نویو معلوماتو ترلاسه کول، د ځواکونو د ساتنې د اقداماتو بیاکتنه او د کډوالو د پراخ کمپ لپاره چې لسګونه زره خلک په کې اوسیږي د بیرته ستنیدو د هڅو ارزونه وه.



