د هند له خوا مرسته شوي ۲۰ زره ټنه غنم د ایران له لارې افغانستان ته رالېږل کېږي

 کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۱ل)

د هند حکومت پرېکړه کړې، چې د افغانستان د خلکو سره مرسته شوي ۲۰ زره ټنه غنم د ایران له لارې افغانستان ته راولېږدوي.

د هندي رسنیو د خبر له مخې، چې دغه اندازه غنم به د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د خوراکي توکو د نړیوال پروګرام (WFP) په مالي مرسته افغانستان ته ولېږدول شي او اړو کسانو ته به ورسول شي.

د هند حکومت دغه پرېکړه په ډيلي کې د منځنۍ اسيا هېوادونو، هند، د خوړو نړيوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو په اړه د دفتر له استازو سره په جوړه شوې غونډه کې اعلان کړه.

په دغه کتنه کې چې د هند، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان د استازو په شتون کې جوړه شوې وه، ټینګار وشو چې د سیمې هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او د بشري مرستو لېږلو ته دوام ورکړي.

په دې غونډه کې ګډونوالو ټینګار وکړ چې افغانستان باید د ترهګرو په پټنځای بدل نه شي او د نشه یي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي لپاره باید اقدامات وشي.

د دې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا ډول جوړښت به په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات په راوستلو کې مرسته وکړي.

په ياده غونډه کې د خوړو نړيوال پروګرام ژمنه کړې چې د ايران د چابهار بندر له لارې به شل زره ټنه غنم افغانستان ته ولېږدوي.

تر دې مخکې او د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان د پخواني حکومت له ړنګېدو او د بې وزلۍ او بېکارۍ د پراخېدو له امله د یوه بشري ناورین د رامنځته کېدو د اندېښنو له زیاتېدو وروسته د هند حکومت له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنمو مرسته کړې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button