چین د آسیا د ژغورلو په تکل
عبدالرحيم ترين
پرون ورځ نړيوالو رسنيو خبر ورکړ، چې د چين په منځګړيتوب او کوربتوب د آسیا د دوو قوي غليمانو ترمنځ یو تړون لاسلیک شو، چې ياد تړون کې دواړو ايران او سعودي عربستان هوکړه سره وکړه چې د کلونو کلونو ترينګلې اړيکې به رغوې او د ښې دوستۍ لپاره به راتلونکو دوو مياشتو کې يو او بل په تهران او ریاض کې سفارتونه پرانیزي.
خبر دومره په چټکۍ نشر او خپور شو چې تصور یې نه کيده او جالبه بيا دا وه پکې چې دې تړون کې د منځ غاړي او کوربه چارې هغه چا پرمخ وړلې چې په آسيا او نړۍ کې له هر اړخه يو سوپر پاور هيواد چين ښايم.
چين له يو بلې زاويې خو په ډيرې اوښيارۍ او چټکتيا سره د اسيا د نښلون او د خپل ځان او خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره لاس په کار او اوښيار سیاست، ډيپلوماسۍ پرمخ بيايي.
څلور اوونۍ وړاندې د ايران ولسمشر ابراهيم ريسي بیجینګ د چين پلازمېنې ته لاړ او له هغه سفر وروسته آسيا کې تغيرات را روان دي.
تهران زما په نظر او اغلب ګمان د چين په اشارې د تهران سفارت چارې افغان حکومت ته په لاس کې ورکړې ترڅو یې په افغانستان کې د ګټو د خونديتوب لپاره يو بل قوي د امريکا ضد اسیایي هيواد د ځان ملګری کړې وي.
اوس د تهران او ریاض ترمنځ روغه جوړه هم ځانګړی پيغام لري هم سیمې، نړۍ او په ځانګړي توګه امريکا ته او هم د چين حيثيت ته اهميت لري.
که چېرې دا دوه غلیم د سوني او شعيه ټیکه داران د اړيکو عادي کيدو ته راګرځي نو څومره ممکن ده او څه یې په وړاندې خنډونه دي چې دا دواړه به يو بل ته نژدې او روغېدو ته سره پرينږدي.
د يمن جګړه يو هغه لامل ده چې دواړه به هڅه کوي يوه داسې لار ورته پیدا کړي چې ټولو ته د منلو وړ وي، خو که یمن کې توافق ته رسيږي سوريې کې به څه کوي چې هلته ستر ټکر شتون لري؟ زما په فکر ممکن سوريه تهران او يمن رياض ترلاسه کړي، خو دا چې څنګه؟ د چا په ګټه او څومره ممکن وي دا به وخت ثابتوي.
چین په آسیا کې د امريکا د نفوذ ختمولو په لټه کې ده او د همدې موخې لپاره يې تيره اوونۍ پاکستان ته بيا قرض ورکړ او همدې پيسو مقابل کې به پاکستان سبا د امريکا په خلاف کاروي.
چين د سعودي خپل کول د خپل ځان او آسیا کې د يو قوي ايتلاف لپاره حياتي ګڼي.
خو ايا هغه سعودي به څنګه د چين غوښتنې ته لبیک ووايي چې همدا دوه اوونۍ وړاندې د روسیې او اوکراین په جګړې کې یې د امريکا په ګټه خارجه وزير یې اوکراین ته لاړ او هغوئ ته څلور سوه پنځوس ميليونه ډالره مرسته ورکړه.
چين غټه هڅه پيل کړې ده او دا هڅه له سختو شرایطو، ننګونو او تر ناکامیدو سره لاس او ګریوان ده.
پاکستان په خپل غم اخته ده، د چين يو نيم ميليارد ډالره مرسته ورسره دومره نه ده موثره لکه د امريکا نفوذ او چارواکي یې چې امريکا ته وفادار دي.
ايران خو خپلو ستونزو کورنیو او بهرنیو کې ښکيل ده.
سعودي خو د امريکا ده او اوسنئ قدرتمن دیکتاتور واکمن د امریکایانو ترټولو وفادار شخص بلل کیږي.
د روسې کار خو لا له پخوا امريکا ورکړئ ده او په خپل ګاونډ کې په غم اخته کړې ده.
جاپان ده د امريکا.
هندوستان او چين یې بیخي سره نه خوري په يو اخور.
منځني آسیا هیوادونه خو د امريکا او روسيې د غلامۍ ښکار دي.
افغانستان يوازې په اعلاميو کې مرسته ورسره کولای شي ځکه د ملګرو ملتونو څوکۍ د افغانستان واک کې نه ده.
دا هڅې او ډيپلوماسۍ د افغانستان په ګټه ده او ګټه یې دا ده چې افغانستان به د آسیایي قدرتونو ترمنځ له نظامي ټکرونو وژغورل شي او د اقتصادي وصل نقطه به شي ان شاء الله.
وخت به دا هرڅه ثابتوي.
تر بل تحلیل ښې چارې پوهنتون کې مو د وروستي کال زده کړې پیل شوې.
هیواد دي اباد وي.

















