کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۱ل)
ایراني دولتي رسنیو خبر ورکړی چې تهران له روسیې څخه د سوخوی سو-۳۵ جنګي جت الوتکو د اخیستلو هوکړه نهایي کړې، هغه څه چې د دواړو هیوادونو د دفاعي همکاریو پیاوړتیا بلل کیږي. ایران چې زړې الوتکې لري پر هوایي پوځ یې بندیزونه لګیدلي او د خپلو الوتکو د ساتلو لپاره د پروزو د ترلاسه کېدو په برخه کې هم ستونزې لري. تهران ملګرو ملتونو ته په یوې بیانیه کې ویلي، ایران غواړي د عراق د جګړې د وخت (۱۹۸۰-۱۹۸۸) الوتکې نوې کړي او په دې اړه مسکو سره هوکړې ته رسیدلي دي. ایران تیر کال د نظامي برخې په ګډون له روسیې سره په بیلابیلو برخو کې روابط پیاوړي کړي دي. ایران اوسمهال د یو شمیر چیني F-7 الوتکو په ګډون روسۍ میګ او سوخوی جت الوتکي لري چې د پخواني شوروي اتحاد د وخت دي.
















