قزاقستان: افغانستان سره د اړیکو د پراخولو خبر ورکړ

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۱ل)

د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو وزیر “ملا امیر خان متقي” په کابل کې د قزاقستان له سفیر “علیم خان یسین گیلدییف” سره لېدلي.
د دې وزارت مرستیال ویاند پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په‌ دې لېدنه کې د افغانستان او قزاقستان تر منځ پر ګڼو سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري مسایلو خبرې وشوې.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د گیلدییف په حواله زیاته کړې، غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په‌ دې لېدنه کې قزاقي سفیر ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې اوس هېچا ته ګواښ نه‌شته او نه به یې خاوره د نورو هېوادونو پر خلاف وکارول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button